د البیروني پوهنتون د داخلي سړکونو د پخولو او رغولو چارې ۵۵ سلنې ته ورسېدې.

islam_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۲
عکس ها

د البیروني پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو چارې، چې ټولټال ۲.۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره کېږي، د تخنیکي پلان له مخې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دې پروژه کې د سړکونو د غاړو ویالو جوړول، د سړکونو ډکول او چمتو کول، د ښوونې او روزنې، اقتصاد او کرنې پوهنځیو په مسیر کې د یوه معیاري پل جوړول او د پلچکونو جوړول شامل دي. تر اوسه د یاد پل د جوړولو چارې ۲۰ سلنه او د پلچکونو د جوړولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د البیروني پوهنتون مسؤلین د دې پروژې د تطبیق له بهیر څخه د دوامدارې څارنې ترڅنګ، د کار پر کیفیت او د تخنیکي معیارونو پر رعایت ټینګار کوي او هیله څرګندوي، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د استادانو، محصلانو، کارکوونکو او مراجعینو لپاره د تګ راتګ اسانتیاوې، خوندي او معیاري شي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې چارې لا هم روانې دي او ټاکل شوې ده، چې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې بشپړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

د البیروني پوهنتون د داخلي سړکونو د پخولو او رغولو چارې ۵۵ سلنې ته ورسېدې.

د البیروني پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو چارې، چې ټولټال ۲.۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره کېږي، د تخنیکي پلان له مخې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دې پروژه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته "رواني اختلالات او د درملنې لارې چارې" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو

د رواني روغتیا په برخه کې د محصلانو د پوهاوي لوړولو، د رواني اختلالاتو پېژندنې او د هغو د مخنیوي او درملنې لارو چارو په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو معاونیت د رواني مشورې مرکز له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

BACK TO NEWS