د البیروني پوهنتون نړیوالې مجلې د علمي مقالو لپاره د DOI نړۍواله شمېره ترلاسه کړه

islam_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳۶
مجله علمی

الحمدلله، د البیروني پوهنتون نړۍواله علمي مجله د Crossref په نوم د معتبر نړیوال بنسټ د غړیتوب رسمي پړاوونه په بریالیتوب سره بشپړ کړل او خپلو علمي مقالو ته یې د DOI یا (Digital Object Identifier) نړیوالې او دایمي ډیجیټلي پېژندپاڼې ترلاسه کړې.

 دغه DOI شمېره په نړیواله کچه د علمي نشراتو د معیاري کولو او اعتبار لوړولو له مهمو معیارونو څخه ګڼل کېږي، چې د علمي مقالو د دقیقې پېژندنې، دایمي لاسرسي، معیاري استناد ورکولو او په نړیوالو معتبرو ډیټابېسونو او علمي ځایونو کې د پراخ حضور زمینه برابروي.

د دې نړیوالې پېژندپاڼې ترلاسه کول، د البیروني پوهنتون د علمي او څېړنیز اعتبار د پیاوړتیا، د مجلې د علمي کیفیت د لوړوالي او په ملي او نړیواله کچه د څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا په برخه کې مهم او ارزښتناک ګام بلل کېږي. همدارنګه، دغه لاسته راوړنه به د ملک د استادانو او څېړونکو علمي آثار په نړیواله کچه په لا ښه توګه معرفي کړي.

دغه بریا د مجلې د تحریر هیئت د دوامداره هڅو، د علمي مجلې آمریت د همکارۍ، د البیروني پوهنتون د رهبرۍ د ملاتړ او د تخنیکي همکارانو د ګډو هلو ځلو پایله ده.

تمه کېږي چې د همدې علمي او اکاډمیک بهیر په دوام سره به د باکیفیته علمي مقالو د جذب، د علمي همکاریو د پراختیا او د څېړنیزو فعالیتونو د ودې زمینه لا نوره هم پراخه شي.

د لاسرسي لینک: https://doi.org/10.67054/auij/.v2i1.89

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS