د تضمین کیفیت ورکشاپ وړاندې شو
د البيروني پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د کیفیت لوړونې آمر ښاغلي محمد نعیم محمدي لخوا د دې پوهنتون مسلکي پراختيا مرکز په تالار کې د تضمین کیفیت یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.
په دغه ورکشاپ کې د تضمین کیفیت درېيمې دورې چارچوب په اړه معلومات تشریح او وړاندې شول، چې پکې د البيروني پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري محمدالدین ا.ن.س او د دې پوهنتون ټولو اداري مسؤلینو ګډون کړی وو.
په پای کې نوموړی ورکشاپ په دعایې سره پای ته ورسېده.