په البیروني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امیرالمؤ_منین حفظه‌الله تعالی ورعاه احکامو، فرمانونو او لارښوونو د تطبیق د درسونو لړۍ پیل شوه

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۲۹
پوهنتون البیرونی

په البیروني پوهنتون کې د «د امیرالمؤ_منین حفظه‌الله تعالی ورعاه د احکامو، فرمانونو او لارښوونو د تطبیق» تر عنوان لاندې د درسونو لړۍ، نن دوشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شعبان‌المعظم پر ۱۴مه، د دې پوهنتون په جامع جومات کې په رسمي ډول پیل شوه.

ياده درسي لړۍ به په دوامداره ډول هره اوونۍ د دوشنبې په ورځ د یوه ساعت لپاره ترسره کېږي، چې اساسي موخه یې د علمي او اداري مسئولیتونو په چوکاټ کې د امیرالمؤ_منین حفظه الله تعالی ورعاه صادره شویو احکامو، فرمانونو او لارښوونو په اړه د استادانو لا زیات پوهاوی، او د هغو کره، دقیق او سم تطبیق  دی.

د دې لړۍ د لومړۍ ورځې درس د البیروني پوهنتون د علمي چارو مرستیال، ښاغلي شیخ‌الحدیث شاکرالله وحدت له لوري وړاندې شو، چې په کې د پوهنتون درنې رهبرۍ ، د پوهنځیو رئیس صاحبانو او د علمي کادر ټولو غړو ګډون کړی و. نوموړي په خپلو خبرو کې د امیرالمؤ_منین حفظه الله تعالی ورعاه د احکامو او فرمانونو د تطبیق پر ارزښت، د استادانو پر شرعي او اداري مسئولیتونو، او د نظم، انسجام او سالم علمي چاپېریال د ټینګښت پر ارزښتونو هر اړخیز او روښانه وضاحت وړاندې کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS