په البیروني پوهنتون کې دیجیتلی کتابتون پرانيستل شو.

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۴:۵۳
کتابخانه دیجیتلی پوهنتون البیرونی

نن دوشنبې ورځ، د چنګاښ ٣٠مه د البیروني پوهنتون په علمي فضا کې یو مهم پرمختګ ترسره شو، چې له مخې یې نوی، عصري او مجهز دیجیتلی کتابتون په رسمي ډول پرانیستل شو.

یاد کتابتون د البيروني پوهنتون د رهبرۍ په لارښوونه او د کتابتون آمريت په هڅو او د لوړو زده‌کړو قدرمن وزارت په مالي لګښت د  1.1782.000 افغانیو په ارزښت فعال شو.

د نوموړي کتابتون د پرانیستې په مراسمو کې د البیروني پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مفتي وقایت الله وقار حنفي، د څېړنو او علمي مجلې مرستیال ښاغلي پوهندوی ګل آقا انوري او د پوهنتون بېلابېلو مسؤلینو ګډون کړی و.

د پوهنتون عمومي رئیس او علمي څېړنو مرستیال د یاد کتابتون په اړتیا او ارزښت باندې خبرې وکړې او هم یې دغه کتابتون د محصلانو، استادانو او څېړونکو لپاره یو اساسي علمي ملاتړ او د معاصرې نړۍ له پرمختګونو سره د پوهې سفر ته نوی رنګ وباله او په اوسني عصر کې یې دیجیتلی کتابتونونه د پوهې بنسټیزې سرچینې او د علمي پرمختګونو لپاره اړین وبلل.

د یادونې وړ ده، چې دغه کتابتون د نوې ټکنالوژۍ پر بنسټ جوړ شوی، چې د انلاین مطالعې، برېښنايي اسنادو ته لاسرسي او د عصري څېړنو لپاره ځانګړي امکانات لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۶
Background image

د البیروني پوهنتون د شاوخوا ۷۰۰ محصلانو ترمنځ د "دوحې تړون" کتاب رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د "دوحې تړون" کتاب رقابتي ازموینه نن د البیروني پوهنتون د شاوخوا ۷۰۰ محصلانو په ګډون د دغه پوهنتون په جامع جومات کې ترسره شوه.

د دې برنامې په پیل کې، د البیروني پوهنتون رئیس، ښاغلي شیخ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۸
Background image

د البیروني پوهنتون د رهبرۍ هیئت، پوهنځیو رئیسانو او استادانو لپاره د تحصیلي نصاب په اړه علمي سیمینار او ورکشاپ ترسره شو

د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب ریاست له لوري له البيروني پوهنتون سره په همغږي، د تحصیلي نصابونو د ارزونې او ښه‌والي، د نصاب د تدوین، تطبیق او پراختیا له لارو چارو سره د بلدتیا او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته "د اسلامي شریعت له نظره احتکار" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار وړاندې شو

د احتکار د مفهوم او د هغه د شرعي احکامو په اړه د محصلانو د پوهاوي لوړولو په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت له لوري د دغه پوهنتون د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو. . .

BACK TO NEWS