د البیروني پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د اصلاحی درسونو دوهم درس وړاندې شو

islam_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۲:۵۴
د پوهنتون البیرونی

د اصلاحی درسونو د لړۍ په دوام، چې د البیروني پوهنتون د درنې رهبرۍ په نوښت او لارښوونه د دې علمي بنسټ د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو د آمریت له لوري له تېرې اوونۍ راهیسې پیل شوې وه، نن د شنبې په ورځ د دغو درسونو دوهم درس هم د نشراتو آمریت په تالار کې وړاندې شو.

یاد درس د البیروني پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي شیخ‌الحدیث شاکرالله وحدت له خوا وړاندې شو. په دې پروګرام کې تر ډېره د وخت ارزښت، له غیبت څخه ډډه کول، او د وظیفوي چارو د ترسره کولو پر مهال پر صادقانه نیت ټینګار وشو، چې د ګډونوالو لپاره په مفصل او هر اړخیز ډول تشریح شول.

د البیروني پوهنتون اصلاحی درسونه، چې هره اوونۍ ترسره کېږي، د اداري کارکوونکو د مسلکي، اخلاقي او شرعي پوهاوي د لوړولو او د اسلامي اصولو پر بنسټ د دندو د سم او اغېزمن تطبیق د زمینې د برابرولو په موخه، له مهمو تعلیمي پروګرامونو څخه ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د البیروني پوهنتون رهبري د دې ډول پروګرامونو د تنظیم له لارې هڅه کوي، څو د اسلامي سپېڅلو ارزښتونو پر بنسټ یو سالم، منسجم او د مسؤلیت احساس لرونکی اداري چاپېریال لا پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۳:۴۳
Background image

په البیروني پوهنتون کې «د SPSS سافټویر په وسیله د احصایې تحلیل» دوه‌ورځنی ورکشاپ رسماً پیل شو.

 د البیروني پوهنتون د علمي کادر غړو لپاره «د احصایې تحلیل د Statistical Package For The Social Sciences (SPSS) سافټویر په وسیله» تر سرلیک لاندې دوه‌ورځنی علمي–تخصصي ورکشاپ په رسمي ډول د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د البیروني پوهنتون علمي شورا ناسته د دې پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ ترسره شوه

د البیروني پوهنتون د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي، په مشرۍ د دې پوهنتون د علمي شورا ناسته د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې ترسره شوه، چې د پوهنتون رهبري او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په البیروني پوهنتون کې د «پرمختللې رهبرۍ» څلور ورځنی ورکشاپ په رسمي ډول پیل شو

د البیروني پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز د کنفرانسونو په تالار کې د پوهنتون د درنې رهبرۍ او د پوهنځیو د رئیسانو لپاره د «پرمختللې رهبرۍ» تر سرلیک لاندې څلور ورځنی تخصصي ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS