د البیروني پوهنتون محصلانو ته اصلاحي درسونه پیل شول

islam_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۱
دروس اصلاحی برای محصلان

د لوړو زده‌کړو قدرمن وزارت  د لارښوونې پر اساس، د البیروني پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت له لوري د دې پوهنتون محصلانو ته اصلاحی درسونه  د البیروني پوهنتون په جامع جومات کې پیل شول.

په پیل کې د البیروني پوهنتون عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیرآغا هاشمي، په خپلو خبرو کې د کاپیسا ولایت د علماوو شورا ریاست څخه د همکارۍ او ګډون له امله مننه وکړه او محصلانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له دغو اصلاحي درسونو څخه پوره علمي او روحاني ګټه واخلي. نوموړي زیاته کړه، چې یو محصل باید د علمي کادر ترڅنګ خپل نظام او اسلام ته متعهد او وفادار وي.

دغه درسونه به د څلورو ورځو لپاره دوام وکړي، چې په ترڅ کې به محصلانو ته د بېلابېلو دیني، علمي او اصلاحي موضوعاتو په اړه اړین معلومات او روزنې وړاندې شي.

د نن ورځې په درس کې د البیروني پوهنتون رهبري، د اقتصاد او ښوونې او روزنې پوهنځیو محصلانو، استادانو او مسؤلینو ګډون کړی وو.

همدارنګه، د نن ورځې درس د کاپیسا ولایت د علماوو شورا غړي، ښاغلي شیخ‌الحدیث جمیل‌الرحمن حقاني له لوري وړاندې شو، چې په کې د اسلام د تعریف، د اسلامي نظام د ارزښت، د اسلامي نظام او نورو نظامونو ترمنځ د توپیر، او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ژوند د ګټو په اړه محصلانو ته هر اړخیز او مفصل معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵
Background image

په البیروني پوهنتون کې د خزاني والیبال ټورنمنټ پیل شو

د "۱۴۰۵ کال خزاني ټورنمنټ" تر عنوان لاندې د والیبال سیالۍ نن (شنبه) د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو ترمنځ د دغه پوهنتون په ورزشي میدان کې پیل شوې.

دغه سیالۍ د محصلانو معاونیت اړوند د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۵
Background image

د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو د پېژندنې" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو او له معتبرو نړیوالو علمي سرچینو او ډیټابیسونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د "د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۷
Background image

د دوحې تړون د کتاب د سیالۍ ازموینې د جایزو د وېش غونډه په البیروني پوهنتون کې ترسره شوه

د «دوحې تړون» کتاب د سیالۍ ازموینې د جایزو د وېش غونډه، د البیروني پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، د کاپیسا ولایت د حصهٔ اول ولسوالۍ ښاروال او د تنویر فرهنګي ادارې د مسؤلینو په حضور کې، په. . .

BACK TO NEWS