البیروني پوهنتون د استادانو لپاره د " کمپیوټري اکسل پروګرام زده‌کړې" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

islam_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۶
ورکشاپ ای تی

د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دې پوهنتون د استادانو لپاره د " کمپیوټري اکسل پروګرام زده‌کړې" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ  د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز په تالار کې پیل شو.

د دې ورکشاپ په لومړۍ ورځ کې، چې د البیروني پوهنتون ګڼ شمېر استادانو پکې ګډون کړی و، د دې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر ښاغلي عبدالواسع حلیم د اکسل پروګرام د پېژندنې، د هغه اساسي کارونې، د معلوماتو تنظیم او مدیریت، د ارقامو تحلیل، د منظم راپورونو جوړولو او په علمي او اداري برخو کې د دې پروګرام د عملي کارونو په اړه هر اړخیز او مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

د ورکشاپ ګډونوالو وړاندې شوي مطالب وستایل او هغه یې د خپلو تخنیکي مهارتونو د لوړولو او د علمي او اداري اجرااتو د ښه‌والي لپاره ګټور او اغېزمن وبلل. هغوی د ورته روزنیزو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته "د اسلامي شریعت له نظره احتکار" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار وړاندې شو

د احتکار د مفهوم او د هغه د شرعي احکامو په اړه د محصلانو د پوهاوي لوړولو په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت له لوري د دغه پوهنتون د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

د البیروني پوهنتون استادانو ته د "زُونوز ناروغیو (د انسان او حیوان ترمنځ ګډې ناروغۍ)" تر عنوان لاندې روزنیز سیمینار وړاندې شو

د "زُونوز ناروغیو (د انسان او حیوان ترمنځ ګډې ناروغۍ)" تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت له لوري، د دغه پوهنتون د بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۵۷
Background image

د البیروني پوهنتون د ۷۰۵ تنو محصلانو د فراغت او جدیدالشمول محصلانو د ښه راغلاست مراسم ترسره شول

د البیروني پوهنتون د ۷۰۵ تنو محصلانو د فراغت او د ۱۴۰۵ لمریز کال د جدیدالشمول محصلانو د ښه راغلاست مراسم د لوړو زده‌کړو وزیر محترم شیخ‌الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کاپیسا ولایت والي. . .

BACK TO NEWS