د البيروني پوهنتون د ۱۴۰۴ کال د جدیدالشمولو محصلانو د نوملیکنې خبرتیا!

البیروني پوهنتون ته د سږ ١٤٠٤ ل. کال کانکور ازموینې له لارې بریالي شویو جديد الشمولو محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې نوملیکنه یې د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۰۰ بجو او د ماسپښین له ۱:۳۰ بجو څخه د مازدیگر تر ۳:۳۰ بجو په رسمي ورځو کي د لاندې مهالوېش سره سم ترسره کېږي.
یکشنبه: ١٤٠٤/٥/١٢؛ ژبو او ادبیاتو او ژورنالیزم پوهنځي؛
دوشنبه: ١٤٠٤/٥/١٣؛ شرعیات او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي؛
سهشنبه: ١٤٠٤/٥/١٤؛ طب او انجنیري پوهنځي؛
چهارشنبه: ١٤٠٤/٥/١٥؛ اقتصاد او کرنې پوهنځي؛
پنجشنبه: ١٤٠٤/٥/١٦؛ ښوونې او روزنې پوهنځی؛
یادونه: د نوملیکنې پر وخت کې لاندې اسناد اړین دي:
۱. د کانکور د ID نمبر درلودل؛
٢. دوه قطعې عکسونه؛
د تذکرې دوه قطعې رنگه کاپي؛
٣. د پیدایښت نیټه (ورځ/ میاشت / کال) د دولسم صنف د فراغت د جدول يا شهادت نامې او يا هم د بریښنايي تذکرې په اساس؛
٤.فعال ایمیل آدرس درلودل.