د البیروني پوهنتون استادانو ته د (د البیروني پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې د نوي فارمټ له مخې د علمي مقالو چمتو کول او لیکل) روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

islam_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۲
عکس نگارش

د استادانو د علمي ظرفیتونو د لوړولو، د څېړنیزو مقالو د لیکنې د معیاري کولو او د البیروني پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې له نوي فارمټ سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د (د البیروني پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې د نوي فارمټ له مخې د علمي مقالو د چمتو کولو او لیکلو) تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ د یاد پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په تالار کې د استادانو لپاره وړاندې شو.

په دې پروګرام کې د البیروني پوهنتون د علمي چارو مرستیال، ښاغلي شیخ‌الحدیث شاکرالله وحدت، د استادانو د علمي ظرفیتونو د لوړولو، د څېړنې د فرهنګ د پراختیا او د علمي مقالو د خپرولو د ارزښت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

همدارنګه، د کرنې پوهنځي استاد، ښاغلي پوهندوی دکتور آقای کلان حسنیار، او د البیروني پوهنتون د علمي مجلې آمر، محترم پوهنمل دکتور حسیب‌الله جهش، په عملي ډول د علمي مقالو د نوي فارمټ له مخې د لیکنې څرنګوالی، د مقالو د ثبت او لېږلو طریقه، د علمي ارزونې (داورۍ) بهیر او د مرورګرو له لوري د اصلاحي نظرونو او وړاندیزونو د ثبت کولو څرنګوالی تشریح کړ او ګډونوالو ته یې په دې برخه کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

یاد روزنیز ورکشاپ د البیروني پوهنتون د څېړنو معاونیت اړوند د علمي مجلې آمریت له لوري، د علمي چارو مرستیال، مسئولینو او د پوهنتون د یو شمېر استادانو په ګډون ترسره شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵
Background image

په البیروني پوهنتون کې د خزاني والیبال ټورنمنټ پیل شو

د "۱۴۰۵ کال خزاني ټورنمنټ" تر عنوان لاندې د والیبال سیالۍ نن (شنبه) د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو ترمنځ د دغه پوهنتون په ورزشي میدان کې پیل شوې.

دغه سیالۍ د محصلانو معاونیت اړوند د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۵
Background image

د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو د پېژندنې" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو او له معتبرو نړیوالو علمي سرچینو او ډیټابیسونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د "د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۷
Background image

د دوحې تړون د کتاب د سیالۍ ازموینې د جایزو د وېش غونډه په البیروني پوهنتون کې ترسره شوه

د «دوحې تړون» کتاب د سیالۍ ازموینې د جایزو د وېش غونډه، د البیروني پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، د کاپیسا ولایت د حصهٔ اول ولسوالۍ ښاروال او د تنویر فرهنګي ادارې د مسؤلینو په حضور کې، په. . .

BACK TO NEWS