د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو د بهرنیو چارو وزارت ته علمي سیر ترسره کړ

islam_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳۱
سیر علمی محصلین حقوق

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې محصلانو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اړوند د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ ته علمي سیر ترسره کړ.

دغه علمي سیر د یاد پوهنځي د رئیس، ښاغلي پوهنیار امیرزاده همت، او استاد محمد حسن فایق په ملتیا ترسره شو، چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ریاست له لوري تنظیم او چمتو شوی و.

د علمي سیر په جریان کې محصلانو ته د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو ریاستونو او برخو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. چې په پار یې د ښه راغلاست په مناسبت غونډه هم ترسره شوه او ګډونوالو ته د بهرنیو چارو وزارت، د هغه د موقف، د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ او دندو په اړه معلومات ورکړل شول.

ورپسې محصلانو د قونسلي، تشریفاتو، لومړي، دویم، درېیم او څلورم سیاسي ریاستونو، د حقوقو او معاهدو، مالي او اداري، ډیپلوماتیک آرشیف، ملګرو ملتونو، سرحدي چارو او امنیتي همکاریو، سیمه‌ییزو همکاریو، ستراتېژیکو مطالعاتو او خدماتو ریاستونو څخه لیدنه وکړه او د دغو ریاستونو د فعالیتونو، مسؤلیتونو او کاري بهیرونو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

همداراز، د پروګرام په یوه برخه کې د البیروني پوهنتون په استازیتوب د یاد پوهنځي رئیس، پوهنیار امیرزاده همت، وینا وکړه او د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ استازي هم د علمي سیرونو پر اهمیت او د محصلانو د عملي پوهې پر لوړولو خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۵۷
Background image

د البیروني پوهنتون د ۷۰۵ تنو محصلانو د فراغت او جدیدالشمول محصلانو د ښه راغلاست مراسم ترسره شول

د البیروني پوهنتون د ۷۰۵ تنو محصلانو د فراغت او د ۱۴۰۵ لمریز کال د جدیدالشمول محصلانو د ښه راغلاست مراسم د لوړو زده‌کړو وزیر محترم شیخ‌الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کاپیسا ولایت والي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۱:۳۷
Background image

د البیروني پوهنتون په جامع جومات کې د قرآن کریم د تفسیر او ژباړې درسونه پیل شول

د دیني روحیې د پیاوړتیا، د دیني پوهاوي د کچې د لوړولو او د قرآن کریم د آیتونو د تدبر او ښه فهم لپاره د زمینې برابرولو په موخه، د البیروني پوهنتون په جامع جومات کې د قرآن کریم د تفسیر او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۵۱
Background image

د البیروني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د «دولتي محصلانو د مدیریت سیستم یا HEMIS » په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د دولتي محصلانو د مدیریت سیستم (HEMIS) څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې له طریقې سره د بلدتیا او د محصلانو د معلوماتو د منظم ثبت په موخه، د «دولتي. . .

BACK TO NEWS