د البیروني پوهنتون محصلانو ته د "عدلي طب" تر سرلیک لاندې یوورځنی سیمینار وړاندې شو

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۵۴
سیمینار طب عدلی

د عدلي طب په برخه کې د محصلانو د علمي او مسلکي پوهې د کچې د لوړولو او د عدالت په تأمین او حقوقي او جنايي قضیو ته د رسېدنې په برخه کې د دې څانګې له رول او اهمیت سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا په موخه، د "عدلي طب" تر سرلیک لاندې یوورځنی ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلانو ته وړاندې شو.

یاد سیمینار د البیروني پوهنتون د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي، د محصلانو چارو مرستیال او د یادو پوهنځیو د استادانو په ګډون، د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت په تالار کې ترسره شو.

په پیل کې، ښاغلي شیخ صاحب د شریعت په رڼا کې د عدلي طب د اهمیت او له عدلي او قضايي برخو سره د هغې د اړیکو په اړه خبرې وکړې او د عدالت په تأمین او د حقوقي او جنايي قضیو په څېړنه کې یې د دې برخې رول مهم وباله. نوموړي همدارنګه محصلانو ته سپارښتنه وکړه چې له ورته علمي او ښوونیزو پروګرامونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د خپلې علمي او مسلکي کچې د لوړولو لپاره هڅې وکړي.

ورپسې د سیمینار اصلي برخه د دې پوهنتون د طب پوهنځي استاد، ښاغلي پوهنمل ډاکټر عبدالحسیب آذرخش، له لوري وړاندې شوه. نوموړي په قضايي او حقوقي برخو کې د عدلي طب د اهمیت، د دې څانګې د متخصصینو د مسؤلیتونو او دندو او له عدلي او قضايي ارګانونو سره د هغې د اړیکو په اړه هر اړخیز او مفصل معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۸
Background image

البیروني پوهنتون د ۲۷ علمي ـ څېړنیزو مقالو په تأیید سره د ملک په کچه پنځم مقام خپل کړ

د عاليقدر اميرالمؤمنين شیخ‌الاسلام علامه هبة‌الله آخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو "له قیادت څخه تر شرعي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او سیاسي پرمختګونو پورې د اغېزو" تر سرلیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د "ناحقې دعوې د څېړنې" په اړه تمثیلي محکمه د البیروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلانو لپاره جوړه شوه

د عملي مهارتونو د پیاوړتیا او د حقوقي او شرعي قضیو ته د رسېدنې له بهیر سره د محصلانو د بلدتیا په موخه، د "ناحقې دعوې د څېړنې" تر سرلیک لاندې تمثیلي محکمه د البیروني پوهنتون د شرعیاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۰:۴۹
Background image

د "شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب اهمیت" تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استادانو او محصلانو ته وړاندې شو

د سیمه‌ییزو سازمانونو په برخه کې د افغانستان د دریځ په اړه د استادانو او محصلانو د علمي پوهاوي لوړولو او د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د فرصتونو او پایلو پېژندلو په. . .

BACK TO NEWS