د البیروني پوهنتون په جامع جومات کې د قرآن کریم د تفسیر او ژباړې درسونه پیل شول

islam_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۱:۳۷
دروس مسجد

د دیني روحیې د پیاوړتیا، د دیني پوهاوي د کچې د لوړولو او د قرآن کریم د آیتونو د تدبر او ښه فهم لپاره د زمینې برابرولو په موخه، د البیروني پوهنتون په جامع جومات کې د قرآن کریم د تفسیر او ژباړې د درسونو لړۍ پیل شوه.

دغه درسونه د البیروني پوهنتون د رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیرآغا هاشمي له لوري د دغه پوهنتون ټولو کارکوونکو ته وړاندې کېږي. دغه پروګرام هره ورځ له غرمې وروسته له ۱۲:۳۰ څخه تر ۱:۰۰ بجو پورې ترسره کېږي، چې په ترڅ کې یې د قرآن کریم آیتونه له ژباړې او تفسیر سره تشریح کېږي.

د یادو درسونو د جوړېدو موخه د قرآن کریم له معارفو څخه د لا زیاتې ګټې اخیستنې زمینه برابرول، په علمي چاپېریال کې د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا، او د پوهنتون د کارکوونکو هڅول دي، څو د قرآن کریم د لارښوونو په مطالعه، تدبر او عملي کولو کې لا زیات اهتمام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو لپاره د "تحقیقي طرحې چمتو کولو" تر سرلیک لاندې یوه ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

د محصلینو د علمي روزنې د پیاوړتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ریاست د دغه پوهنتون د محصلینو د خدماتو د انسجام آمریت سره په همغږۍ، د حقوقو ډیپارټمنټ د څلورم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۱۱
Background image

د "ژوند له ستونزو او فشارونو سره مبارزه" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د محصلانو لپاره وړاندې شو

د محصلانو د رواني فشارونو او د ژوند د ستونزو د مدیریت په برخه کې د هغوی د پوهاوي لوړولو په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو معاونیت د رواني مشورې مرکز له لوري، د دې پوهنتون د نهو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۵
Background image

د البیروني پوهنتون علمي-څېړنیزې مجلې د چاپي خپرونو د پېژندنې شمېره (ISSN) ترلاسه کړه

د البیروني پوهنتون داخلي علمي-څېړنیزې مجلې د چاپي خپرونو د پېژندنې شمېره (p-ISSN: 3136-9928) ترلاسه کړه.

دغه مجله په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې تأسیس شوې او د البیروني پوهنتون د علمي څېړنو. . .

BACK TO NEWS