په البیروني پوهنتون کې د «پرمختللې رهبرۍ» څلور ورځنی ورکشاپ په رسمي ډول پیل شو

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۰:۱۲
په البیروني پوهنتون کې د «پرمختللې رهبرۍ» څلور ورځنی ورکشاپ په رسمي ډول پیل شو

د البیروني پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز د کنفرانسونو په تالار کې د پوهنتون د درنې رهبرۍ او د پوهنځیو د رئیسانو لپاره د «پرمختللې رهبرۍ» تر سرلیک لاندې څلور ورځنی تخصصي ورکشاپ په رسمي ډول پیل شو.

د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د البیروني پوهنتون عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي وینا وکړه. نوموړي د قرآن عظیم‌الشان او اسلامي شریعت په رڼا کې د رهبرۍ پر ارزښت، مسؤلیت او اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې رهبري یو ستر عامه امانت دی او په اغېزمنې او بریالۍ رهبرۍ کې علم، تدبیر او حاکمیت بنسټیز اصلونه دي.

ورپسې، د پروان پوهنتون استاد، محترم پوهنوال دکتور سید مبین هاشمي، د دې ورکشاپ علمي او مسلکي برخه په رسمي توګه پرانیسته او د پرمختللې رهبرۍ د معاصرو اصولو، نوښتونو او رهبرۍزو مهارتونو پر اړتیا یې تفصیلي رڼا واچوله.

د یادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت له لوري تنظیم شوی، چې پکې به د پرمختللې رهبرۍ اړوند هر اړخیز علمي، اداري او مدیریتي مطالب وړاندې شي. دغه ورکشاپ به څلور ورځې دوام ولري او موخه یې د پوهنتون د رهبرۍ د ظرفیتونو پیاوړتیا، اغېزمنتیا او مسلکي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳۶
Background image

د البیروني پوهنتون نړیوالې مجلې د علمي مقالو لپاره د DOI نړۍواله شمېره ترلاسه کړه

الحمدلله، د البیروني پوهنتون نړۍواله علمي مجله د Crossref په نوم د معتبر نړیوال بنسټ د غړیتوب رسمي پړاوونه په بریالیتوب سره بشپړ کړل او خپلو علمي مقالو ته یې د DOI یا (Digital Object. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳۱
Background image

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو د بهرنیو چارو وزارت ته علمي سیر ترسره کړ

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې محصلانو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اړوند د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ ته علمي سیر ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۸:۳۸
Background image

د البیروني پوهنتون اداري کارمندانو ته د "اداري مراسلاتو تشریح" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو

د البیروني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا عمومي مدیریت له لوري، د دې پوهنتون اداري کارمندانو ته د "اداري مراسلاتو. . .

BACK TO NEWS