په البیروني پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو بهیر پیل شو

islam_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۰
کمپاین نهال شانی

د شنو سیمو د پراختیا او د سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، په البیروني پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو بهیر عملاً پیل شو او د پوهنتون انګړونو ته بېلابېل مثمر او زینتي نیالګي راوړل شول.

د دې بهیر په ترڅ کې د پوهنتون عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي، او د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي برکت‌الله حنفي، په خپله د نیالګیو په کېنولو کې برخه واخیسته او له اړوندو کارکوونکو سره یوځای یې یو شمېر نیالګي کېنول.

د پوهنتون رهبري د نیالګیو کېنول یو مهم او عملي ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې پوهنتون باید د علمي پرمختګ تر څنګ د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم مخکښ رول ولري. همداراز د نیالګیو د ساتنې او پالنې پر اهمیت ټینګار وشو، څو کېنول شوي نیالګي په راتلونکو کلونو کې شنې او ګټورې ونې شي او د پوهنتون فضا لا ښکلې او تازه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۱
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته اصلاحي درسونه پیل شول

د لوړو زده‌کړو قدرمن وزارت  د لارښوونې پر اساس، د البیروني پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت له لوري د دې پوهنتون محصلانو ته اصلاحی درسونه  د البیروني پوهنتون په جامع جومات کې پیل شول.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۶
Background image

البیروني پوهنتون د استادانو لپاره د " کمپیوټري اکسل پروګرام زده‌کړې" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دې پوهنتون د استادانو لپاره د " کمپیوټري اکسل پروګرام زده‌کړې" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۵
Background image

د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو ننگرهار پوهنتون ته درې ورځنی علمي سفر پیل کړ

د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي د درېیم، څلورم او پنځم ټولګي محصلانو، د طب پوهنځي د رئیس محترم ډاکتر ذبیح‌الله ترین او د دې پوهنتون د ارشاد او دعوت مبلغ په ملتیا، ننگرهار پوهنتون ته خپل. . .

BACK TO NEWS