د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي چارو د څارنې او ارزونې پلاوی البیروني پوهنتون ته د یادو چارو ارزونې په موخه

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۴
ارزبابی

د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي چارو د څارنې او ارزونې ریاست له لوري، د کلني پلان او د وزارت د عاليقدر مقام د (۱۲۰۸۸) ګڼې حکم پر بنسټ، یو ځانګړی پلاوی د علمي چارو د څارنې او ارزونې په موخه نن البیروني  پوهنتون ته راغی.

دغه پلاوی چې مشري یې د خصوصي لېسانس د علمي چارو د څارنې او ارزونې مسلکي غړي حاجي مولوي عبدالمالک پر غاړه لري، په ترکیب کې یې محمد سلیم عمري د خصوصي لېسانس د کړنو او پلان د تطبیق د څارنې او ارزونې عمومي مدیر، پوهنوال مجیب‌الرحمن عارض د پکتیا پوهنتون استاد او پوهندوی حضرت‌الدین صدیقي د پکتیا پوهنتون استاد شامل دي.

ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی د پوهنتون علمي، اداري او تدریسي چارې وارزوي او اړوند برخو سره خپلې ارزونې او سپارښتنې شریکې کړي.

د البیروني پوهنتون رهبري د یاد پلاوي هرکلی وکړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې له پلاوي سره به په ټولو برخو کې لازمې همکارۍ ترسره شي او اړوند اسناد او معلومات به ورسره شریک کړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS