په تدریسي روغتون کې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

د البیروني پوهنتون د تدریسي روغتون د کنفرانسونو په تالار کې د "د غاښونو رژېدل (Dental caries)" تر سرلیک لاندې، د دغه روغتون کارکوونکو او ستاژرانو ته یو ورځنی سمینار وړاندې شو.
نوموړی سیمینار د البیروني پوهنتون د تدریسي روغتون د غاښونو څانګې ډاکټر ښاغلي محمد جعفر یعقوبي لخوا وړاندې شو؛ چې پکې د تدریسي روغتون ډاکټرانو او د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي ستاژرانو هم ګډون کړی وو او ګډونوالو ته پکې د غاښونو رېژېدنې اړوندو موضوعاتو په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.