په البیروني پوهنتون کې د بایومتریک پروسه پیل شوه

islam_admin
دانشگاه البیرونی

د کاپیسا ولایت ١٤٤٦ ل.س کال د عالیه او عالمیه مرحلې فاضلانو د بایومټریک پروسه د البيروني پوهنتون نشراتو په تالار کې پیل شوه.

دغه پروسه، چې نن سه شنبې ورځ پیل شوه، راتلونکې جمعې ورځې پورې به دوام وکړي، چې هره ورځ به د سهار له ٠٨:٣٠ بجو څخه د مازدیګر تر ٠٣:٣٠ بجو پورې  بایومټریک ترسره کېږي.

د یادولو ده، چې له کاپیسا څخه (٤٥٨) تنه فاضلان د ازموینې لپاره شارټ لیست شوي دي، چې ازموينه به يې را روانې شنبې ورځ واخیستل شي.