د پوهنتون د رئیس ژوندليک
د کاپیسا البيروني پوهنتون د عمومي رئيس شیخ الحدیث مولوی سید عبدالبشیر آغا " هاشمی " ژوندلیک
لنډه پېژندنه
شیخالقرآن والحدیث سید بشیر آغا هاشمي د مرحوم میر صاحب سید عبدالقدیر آغا مشهور په میر صاحب د قرباغ زوی او د شهید میر عبدالرحمن آغا لمسی دی. نوموړی په ۱۳۵۵ لمریز کال کې د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په یوه علمي او روحاني ساداتي کورنۍ کې زېږېدلی دی. د کورنۍ اصلي ټاټوبی یې د لوګر ولایت د پادخواب شاني کلی دی.
زدهکړې
لومړنۍ زدهکړې:
خپلې لومړنۍ دیني زدهکړې یې له خپل والد صاحب او د اړوند ولایت له نوموتو علماوو کرامو څخه ترلاسه کړې، او وروسته یې په مشهوره جامعه نورالمدارس فاروقی کې بشپړې کړې.
لوړې زدهکړې (لیسانس):
د لیسانس دوره یې د پاکستان په هېواد کې د دارالعلوم حقانیه، دارالعلوم نعمانیه او د وفاقالمدارس تر چتر لاندې بشپړه کړې ده.
تخصصي زدهکړې (ماستري):
تخصصي زدهکړې یې د هندوستان په هېواد، د ډهلي ایالت (یوفی) کې د دارالعلوم دیوبند څخه بشپړې کړې دي.
کاري مخینه او مسؤلیتونه
- له اشغال څخه مخکې یې په محلي مدرسو او د سلطان محمود غزنوي لېسه کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.
- وروسته یې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په محکمه کې د مفتی په توګه خدمت کړی دی.
- د اشغال پر مهال یې د پاکستان په جلوزو (هریپور) د مظهرالعلوم مدرسه او همدارنګه د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د استاد په توګه تدریس کړی دی.
- په غزني ولایت کې یې د جامعه عبدالله بن عباس کې پنځه کاله د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.
- د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په حقانیه دارالعلوم کې د حدیثو استاد پاتې شوی دی.
- له فتحې وروسته یې د کندز ولایت په عمري جهادي جامعه او همدارنګه په عمري (۲۱۷) قول اردو کې د شیخالحدیث په توګه دنده ترسره کړې ده.
- نوموړی دوه کاله او څلور میاشتی چې تقریر یې (۱۴۴۵ه.ق یا ۱۴۰۲ ه.ش) د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د رئیس په توګه هم پاتې شوی دی.
اوسنی مسؤلیت:
دا مهال د امیر المومینین حفظه الله تعالی ورعاه په امر په (۱۲۹۵/۳۵۵۳) تاریخ ۲۵/۵/۱۴۴۷ باندې د کاپیسا البیروني پوهنتون د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.
شخصیت، ژوند او ځانګړنې
ښاغلی هاشمي د نېکو اخلاقو، نرم مزاج، متواضع چلند او خوږې لهجې څښتن دی. نوموړی د فصاحت او بلاغت له پلوه پیاوړې وینا لري او خبرې یې د ملغلرو په څېر اغېزناکې وي.
دی یو عاقل، مدبر او تجربهکار مدیر دی چې د ادارې او مدیریت په برخه کې ځانګړی مهارت لري. له ارواپوهنې او ټولنیزو علومو سره ځانګړې لېوالتیا لري او د ټولنې د اړتیاوو ژوره پېژندنه لري.
ښاغلی هاشمي د وطن له ځوان نسل سره ژوره مینه لري او د ژوند په سختو شرایطو کې یې تل د هغوی لاسنیوی کړی دی. د علمي کادرونو ارزښت ته پوره متوجه دی او د هېواد د پرمختګ لپاره په کلکه اراده او لوړ همت سره کار کوي. د کاپیسا البیروني پوهنتون د علمي، اداري، ظاهري او باطني ظرفیت لوړول او ښکلا یې له سترو ارمانونو څخه دي.
الله تعالی دې ورته د لا زیاتو خدمتونو توفیق ورکړي.