د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو د فراغت غونډه ترسره شوه

د البيروني پوهنتون شرعياتو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو څخه (١٧١) تنه محصلان فارغ شول.
د البيروني پوهنتون په جمنازيوم کې د شرعياتو او حقوقو پوهنځيو ١٤٠٤ ل، کال فارغانو فراغت غونډه ترسره شوه.
په یاده فراغت غونډه کې د البيروني پوهنتون درنې رهبرۍ، کادري غړو، اداري کارکوونکو، محصلینو، د محصلینو خپلوانو او مخورو مشرانو ګډون کړی وو.
ويناوالو په خپلو ويناوو کې، فارغانو او د هغو کورنیو ته د مبارکي ترڅنګ، د هغوی مسؤلیتونو ورپېژندلو، د اسلام او شریعت په رڼاکې ټولنې ته خدمت کولو، د لا نورو ډېرو زدهکړو ترسره کولو او په نبوي سیرت او صورت د خپلو ځانونو برابرولو اړوند وینا او سپارښتنې وکړې.
د یادولو ده، چې سږ ١٤٠٤ ل، کال د البيروني پوهنتون شرعياتو پوهنځي فقه او قانون او اسلامي تعلیماتو څانګو څخه (٧٧) تنه، د همدې پوهنځي فقه او قانون شپنۍ برنامې څخه (٣٧) تنه او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي، حقوقو، سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو څانګو څخه (٥٧) تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د یادولو وړ ده، چې د البیروني پوهنتون رهبري هر کال لوړو زدهکړو قدرمن وزارت سره په همغږي د محصلانو فراغت غونډې په شانداره مراسمو سره ترسره کوي.