د البیروني پوهنتون علمي شورا ناسته د دې پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ ترسره شوه
د البیروني پوهنتون د عمومي رئیس، ښاغلي شیخالحدیث سید بشیر آغا هاشمي، په مشرۍ د دې پوهنتون د علمي شورا ناسته د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې ترسره شوه، چې د پوهنتون رهبري او د علمي شورا ټولو غړو پکې ګډون کړی و.
ناسته د قرآن عظیمالشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنتون عمومي رئیس وینا وکړه او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د درنې واورې ورېدو له امله د یو شمېر هېوادوالو د شه/ادت له کبله یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل. نوموړي ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې د ژوند په ټولو چارو کې د الهي نعمتونو شکر ادا کړي او د مسؤلینو او استادانو لپاره یې مهمې لارښوونې وکړې.