د البیروني پوهنتون استادانو ته (د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو د کریډیټ سیستم د ښوونیز نظام پېژندنې) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو

islam_admin
Sun, Jul 26 2026 9:24 AM
سمینار سیستم کریدت

د استادانو د لا زیاتې بلدتیا په موخه له کریډیټ سیستم سره، د (د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو د کریډیټ سیستم د ښوونیز نظام پېژندنې) تر سرلیک لاندې یو علمي سمینار د البیروني پوهنتون استادانو ته د نشراتو آمریت په تالار کې وړاندې شو.

په دې پروګرام کې، چې د پوهنتون علمي مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو او ګڼ شمېر استادانو ګډون کړی و، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد، محترم پوهندوی ډاکټر سیدعالم عالمیار، د کریډیټ پر بنسټ د ښوونیز نظام د مفهوم، د دغه سیستم د اصولو او جوړښت، په پوهنتونونو کې د هغه د تطبیق څرنګوالي، د کریډیټونو د محاسبې، د محصلانو د ارزونې او د ښوونې د کیفیت په لوړولو کې د دغه نظام د رول په اړه هر اړخیز او ګټور معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

ورپسې د البیروني پوهنتون علمي مرستیال، محترم شیخ‌الحدیث شاکرالله وحدت، د کریډیټ سیستم د اغېزمن تطبیق پر اهمیت، د تدریس د کیفیت په ښه والي کې د هغه پر رول او د دغه سیستم په سمه پلي کېدو کې د استادانو د مسؤلیتونو په اړه ارزښتناکې څرګندونې وکړې. نوموړي د یاد سمینار له وړاندې کوونکي او تنظیموونکو څخه هم د مننې او قدردانۍ څرګندونه وکړه.

یاد سمینار د علمي معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري چمتو شوی و، چې په پای کې ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرح کړې او د محترم شیخ صاحب په دعائیې سره پای ته ورسېد.