د پوهنتون کادري روغتون کلنی ارزونه وشوه

islam_admin
Sat, Jan 27 2024 1:07 PM
خبرهای دانشگاه البیرونی

د علمي چارو مرستیال مولوي عبدالاحد ح ق اني په مشرۍ د کیفیت لوړونې اصلي کمېټې له خوا د کادري روغتون مسلکي او اداري فعالیتونه کلنی ارزونه وشوه.

د دې پروسې په ترڅ کې د دغه روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه او د یو مشخص چک لیست په واسطه ارزونه وشوه او د مسلکي او اداري چارو د لا ښه والي په موخه د دغه روغتون مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم وشوې.

په نظر کې ده چې د دې ارزونې په پای کې، معلومات به تحلیل شي او د ټولو ارزونو شاخصونو له نمرو ورکولو وروسته د نیمګړتیاوې لرې کیدو او د چاری ښه کولو لپاره په رسمي ډول، اړوند چارواکو ته وړاندې شي.