البیروني پوهنتون د استادانو لپاره د " کمپیوټري اکسل پروګرام زده‌کړې" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

islam_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۶
ورکشاپ ای تی

د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دې پوهنتون د استادانو لپاره د " کمپیوټري اکسل پروګرام زده‌کړې" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ  د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز په تالار کې پیل شو.

د دې ورکشاپ په لومړۍ ورځ کې، چې د البیروني پوهنتون ګڼ شمېر استادانو پکې ګډون کړی و، د دې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر ښاغلي عبدالواسع حلیم د اکسل پروګرام د پېژندنې، د هغه اساسي کارونې، د معلوماتو تنظیم او مدیریت، د ارقامو تحلیل، د منظم راپورونو جوړولو او په علمي او اداري برخو کې د دې پروګرام د عملي کارونو په اړه هر اړخیز او مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

د ورکشاپ ګډونوالو وړاندې شوي مطالب وستایل او هغه یې د خپلو تخنیکي مهارتونو د لوړولو او د علمي او اداري اجرااتو د ښه‌والي لپاره ګټور او اغېزمن وبلل. هغوی د ورته روزنیزو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۳:۰
Background image

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د "حقوقي لیکنې" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو

د محصلینو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا او د حقوقي متنونو د تنظیم له اصولو او قواعدو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلینو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۲:۵۳
Background image

د البیروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلینو ته د "مشروع دفاع" تر سرلیک لاندې تمثیلي محکمه وړاندې شوه

د عملي مهارتونو د پیاوړتیا او د مشروع دفاع له اصولو او شرایطو او د حقوقي قضیو ته د رسېدنې له بهیر سره د محصلینو د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلینو ته د «مشروع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د " نورو هېوادونو په پرتله د اگرانومیکي محصولاتو د کموالي لاملونه" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو ته وړاندې شو

د " نورو هېوادونو په پرتله د اگرانومیکي محصولاتو د کموالي لاملونه" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دې پوهنتون د کرنې. . .

BACK TO NEWS