البیروني پوهنتون د استادانو لپاره د " کمپیوټري اکسل پروګرام زده‌کړې" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

islam_admin
Tue, May 05 2026 3:56 PM
ورکشاپ ای تی

د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دې پوهنتون د استادانو لپاره د " کمپیوټري اکسل پروګرام زده‌کړې" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ  د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز په تالار کې پیل شو.

د دې ورکشاپ په لومړۍ ورځ کې، چې د البیروني پوهنتون ګڼ شمېر استادانو پکې ګډون کړی و، د دې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر ښاغلي عبدالواسع حلیم د اکسل پروګرام د پېژندنې، د هغه اساسي کارونې، د معلوماتو تنظیم او مدیریت، د ارقامو تحلیل، د منظم راپورونو جوړولو او په علمي او اداري برخو کې د دې پروګرام د عملي کارونو په اړه هر اړخیز او مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

د ورکشاپ ګډونوالو وړاندې شوي مطالب وستایل او هغه یې د خپلو تخنیکي مهارتونو د لوړولو او د علمي او اداري اجرااتو د ښه‌والي لپاره ګټور او اغېزمن وبلل. هغوی د ورته روزنیزو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.