د البيروني پوهنتون استادانو ته د مصنوعي ځیرکتیا د ګټې اخیستنې په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۹:۶
ورکشاپ هوش منصوعی

د البيروني پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دغه پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د 《له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې لارښود》 تر سرلیک لاندې یو ورځنی آنلاین ورکشاپ د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په تالار کې ترسره شو.

په دې روزنیز ورکشاپ کې د پوهنتون درنې رهبرۍ، استادانو او کارکوونکو ګډون کړی و. د پروګرام په پیل کې د البيروني پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مفتي وقایت الله وقار حنفي، د مصنوعي ځیرکتیا پر اهمیت او معاصر علمي او مسلکي پرمختګونو کې د هغې پر رول هر اړخیزې څرګندونې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ، چې د مصنوعي ځیرکتیا سالمه او هدفمنده کارونه کولی شي د تدریس، څېړنې او اداري چارو په پرمختګ کې نوې لارې پرانیزي.

ورپسې د ژورنالیزم پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی احمد جاهد مشتاق، چې دا مهال په چین کې د دکتورا برنامې محصل دی؛ په آنلاین بڼه د ورکشاپ اصلي برخه وړاندې کړه. نوموړي ګډونوالو ته د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزو، ګټو او عملي استفادې په اړه مفصل معلومات ورکړل.

په پای کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنوال دکتور مولوي عبدالحق حنیف له ښاغلي مشتاق څخه مننه وکړه او د ورکشاپ د لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه. نوموړي دغه روزنیز ورکشاپ د دعا په لوستلو سره پای ته ورساوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS