د البیروني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د «دولتي محصلانو د مدیریت سیستم یا HEMIS » په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو
د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د دولتي محصلانو د مدیریت سیستم (HEMIS) څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې له طریقې سره د بلدتیا او د محصلانو د معلوماتو د منظم ثبت په موخه، د «دولتي محصلانو د مدیریت سیستم یا HEMIS » تر سرلیک لاندې یوه ورځنی روزنیز سیمینار د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو ته د دغه پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په تالار کې وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د البیروني پوهنتون د پوهنځیو د اداري برخو ټولو کارکوونکو ګډون کړی و. د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیر او د سیمینار وړاندې کوونکي، ښاغلي اسلامالدین کوهستاني، د HEMIS سیستم د پېژندنې، د سیستم د بېلابېلو برخو د کارونې څرنګوالي، د محصلانو د معلوماتو د ثبت او نوي کولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
یاد سیمینار د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شو او په پای کې د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
