د البیروني پوهنتون استادانو ته د آنلاین سرچینو د حواله ورکولو او د Mendeley، EndNote او Zotero د حواله ورکولو له سافټویرونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۳:۴۴

د البیروني پوهنتون د څېړنو معاونیت له لوري د دغه پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته "د آنلاین سرچینو منبع‌نویسي او د Mendeley، EndNote او Zotero منبع‌نویسۍ سافټویرونو کارونه" تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو.

دغه ورکشاپ د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د استادانو مسلکي پراختیا مرکز د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو، چې د پوهنتون د څېړنو مرستیال ښاغلي پوهندوی ګل‌آقا انوري او د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر استادانو پکې ګډون کړی و.

ورکشاپ د البیروني پوهنتون د څېړنو مرستیال پوهندوی ګل‌آقا انوري او د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل دادالله حنفي له لوري وړاندې شو.

په دې ښوونیز ورکشاپ کې د آنلاین علمي سرچینو د سمې منبع‌نویسۍ پر اهمیت او اړتیا خبرې وشوې او ګډونوالو ته د Zotero، EndNote او Mendeley سافټویرونو د پېژندنې، نصب، تنظیم او عملي کارونې په اړه اړین معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، ګډونوالو ته د علمي څېړنو او لیکنو پر مهال د سرچینو د منظم ثبت، مدیریت او حواله ورکولو لارې چارې تشریح شوې، څو استادان وکولای شي په خپلو علمي او څېړنیزو اثارو کې له معیاري او مسلکي منبع‌نویسۍ څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۵
Background image

د البیروني پوهنتون علمي-څېړنیزې مجلې د چاپي خپرونو د پېژندنې شمېره (ISSN) ترلاسه کړه

د البیروني پوهنتون داخلي علمي-څېړنیزې مجلې د چاپي خپرونو د پېژندنې شمېره (p-ISSN: 3136-9928) ترلاسه کړه.

دغه مجله په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې تأسیس شوې او د البیروني پوهنتون د علمي څېړنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵
Background image

په البیروني پوهنتون کې د خزاني والیبال ټورنمنټ پیل شو

د "۱۴۰۵ کال خزاني ټورنمنټ" تر عنوان لاندې د والیبال سیالۍ نن (شنبه) د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو ترمنځ د دغه پوهنتون په ورزشي میدان کې پیل شوې.

دغه سیالۍ د محصلانو معاونیت اړوند د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۵
Background image

د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو د پېژندنې" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو او له معتبرو نړیوالو علمي سرچینو او ډیټابیسونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د "د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو. . .

BACK TO NEWS