د "نباتي هورمونونو خپلسري استعمال او ناوړه اغېزو" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو
د "نباتي هورمونونو خپلسري استعمال او ناوړه اغېزو" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له خوا، د کرنې پوهنځي استادانو او د ښوونې او روزنې پوهنځي د بیولوژي څانګې استادانو ته د کرنې پوهنځي په تالار کې وړاندې شو.
د پروګرام په پیل کې، د پوهنتون علمي مرستیال، ښاغلی شیخالحدیث شاکرالله وحدت، د سیمینار له جوړوونکو څخه د مننې ترڅنګ، د دا ډول علمي او ښوونیزو پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ او د استادانو د علمي پوهاوي او مسلکي پوهې لوړول یې مهم وبلل.
ورپسې، د کرنې پوهنځي استاد، ښاغلی پوهنیار محمد ناصر طاهري، د نباتي هورمونونو د ډولونو، د نباتاتو په وده او نمو کې د هغوی د رول او کارونې، او همدارنګه پر کرنیزو محصولاتو او چاپېریال باندې د دغو موادو د خپلسري او غیرمعیاري استعمال د ناوړه پایلو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دغه سیمینار د پوښتنو او ځوابونو او د وړاندې کوونکي او ګډونوالو ترمنځ د علمي نظرونو د تبادلې په ترڅ کې پای ته ورسېد.
