د البیروني پوهنتون محصلانو ته د "مصنوعي ځیرکتیا" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۵
ورکشاپ استفاده از هوش مصنوعی

د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت اړوند د رسنیو مرکز مدیریت له لوري، د دې پوهنتون د نهو پوهنځیو محصلانو لپاره د "مصنوعي ځیرکتیا" تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز په تالار کې ترسره شو.

په دغه ورکشاپ کې، چې ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد او د ورکشاپ وړاندې کوونکي محترم پوهندوی احمد جاهد مشتاق، چې دا مهال د چین په هېواد کې د دوکتورا په کچه په زده‌کړو بوخت دی، د مصنوعي ځیرکتیا د مفهوم، په بېلابېلو علمي، ښوونیزو او څېړنیزو برخو کې د هغې د کارونې، د دې ټکنالوژۍ د فرصتونو او ننګونو، او همدارنګه د کار بازار په راتلونکي کې د هغې د رول په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز او مفصل معلومات وړاندې کړل.

محصلانو د وړاندې شویو مطالبو هرکلی وکړ او د دغه ډول علمي او روزنیزو پروګرامونو جوړول یې د نوې ټکنالوژۍ د پېژندنې او د خپلو علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره ګټور وبلل. هغوی د راتلونکي لپاره د ورته ورکشاپونو پر دوام هم ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۲۴
Background image

د البیروني پوهنتون استادانو ته (د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو د کریډیټ سیستم د ښوونیز نظام پېژندنې) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو

د استادانو د لا زیاتې بلدتیا په موخه له کریډیټ سیستم سره، د (د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو د کریډیټ سیستم د ښوونیز نظام پېژندنې) تر سرلیک لاندې یو علمي سمینار د البیروني پوهنتون استادانو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د جدیدالشمولو محصلانو د نوم‌‌لیکنې بهیر پیل شو.

د هغو محصلینو د رسمي نوم‌لیکنې بهیر، چې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د کانکور عمومي ازموینې له لارې د البیروني پوهنتون نهو پوهنځیو ته د بریالي کېدو ویاړ ترلاسه کړی، نن پنج‌شنبه، د ۱۴۰۵ هـ.ش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۲۱
Background image

د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د البیروني پوهنتون پرسونل ته اصلاحي وینا وړاندې شوه

د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسؤلینو د البیروني پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره اصلاحي وینا وړاندې کړه.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS