البيروني پوهنتون د حوض د بنسټ ډبره کېښودل شوه

islam_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۹:۶
دانشگاه البیرونی

په همدې تړاو په البيروني پوهنتون کې ځانګړې غونډه ترسره شوه، چې پکې د البيروني پوهنتون رئیس، ښاغلي مفتي وقایت الله وقار حنفي، علمي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالاحد ح ق اني، مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري محمدالدین انس، محصلانو چارو مرستیال، ښاغلي پوهنیار مشتاق حقیار، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دغه غونډه کې د البيروني پوهنتون رهبري لخوا د نوموړي حوض جوړولو شرکت مسؤلینو ته پیغام ورکړل شو، چې موږ له تاسو څخه نور هیڅ نه غواړو؛ یوازې دا غواړو، چې زموږ کور (البيروني پوهنتون ) په جوړولو کې ډېره هڅه او کوشش وکړئ، په پوره اخلاص او اساسي ډول يې رغنیزې چارې پر مخ یوسئ.

دغونډې په پای کې د البيروني پوهنتون ښاغلي رئیس، د پوهنتون درنو مرستیالانو او مسولينو لخوا د پوهنتون د حوض د پرانستې لپاره چمتو شوې پټۍ پرې شوه او د یاد حوض د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی حوض د درې زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو په ظرفیت د درې میلیونه پنځه سوه څلور زره او اوه سوه افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوی دی، چې د جوړولو چارې یې د نوي کوهستان شرکت لخوا پر مخ وړل کېږي.

نېټه: چهارشنبه، ١/٥/١٤٤٥ ل.س

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په البيروني پوهنتون کې د کرنیز فارم او اوبو ذخیره کولو حوض، دوه لویو پروژو پرانیسته وشوه!

نوموړې پروژې چې د کاپیسا ولایت مقام او د البيروني پوهنتون رهبري په هڅو او د لوړو زده‌کړو قدرمن وزارت سره په همغږي د ملل متحد سازمان په تمویل او د افغانستان لپاره د ناروې کميټې لخوا د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۸:۲۱
Background image

د تضمین کیفیت یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

د البيروني پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د کیفیت لوړونې آمر ښاغلي محمد نعیم محمدي لخوا د دې پوهنتون مسلکي پراختيا مرکز په تالار کې د تضمین کیفیت یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

په دغه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲ - ۱۳:۵۴
Background image

د تضمین کیفیت ورکشاپ وړاندې شو

د البيروني پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د کیفیت لوړونې آمر ښاغلي محمد نعیم محمدي لخوا د دې پوهنتون مسلکي پراختيا مرکز په تالار کې د تضمین کیفیت یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

په دغه. . .

BACK TO NEWS