د البیروني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د «ترسره شویو فعالیتونو د اجراآتو ارزونې» تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو

islam_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۶
پوهنتون البیرونی

د البیروني پوهنتون د اداري کارکوونکو په ګډون، د «ترسره شویو فعالیتونو د اجراآتو ارزونې» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو.

په دغه روزنیز پروګرام کې د البیروني پوهنتون اداري کارکوونکي د اجراآتو د ارزونې له اصولو او معیارونو، د ارزونې له ډولونو، د خدماتي کارکوونکو د ارزونې له پړاوونو، اداري مسئولیت‌پذیرۍ او د ارزونې له اغېزناکو لارو چارو سره بلد شول.

د دې ډول پروګرامونو جوړول د مسلکي ظرفیتونو په لوړولو، د اداري خدمتونو د کیفیت په ښه والي، د حساب‌ورکونې د فرهنګ په پیاوړتیا او په کاري چاپېریال کې د نظم او همغږۍ په زیاتوالي کې ارزښتناک رول لري.

یاد سمینار د البیروني پوهنتون د ادارې د ظرفیت لوړونې او پراختیا عمومي مدیریت له لوري تنظیم شوی و، چې د کاپیسا ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو آمریت استازو له خوا وړاندې شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS