په البيروني پوهنتون کې د کرنیز فارم او اوبو ذخیره کولو حوض، دوه لویو پروژو پرانیسته وشوه!

islam_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۵۳
دانشگاه البیرونی

نوموړې پروژې چې د کاپیسا ولایت مقام او د البيروني پوهنتون رهبري په هڅو او د لوړو زده‌کړو قدرمن وزارت سره په همغږي د ملل متحد سازمان په تمویل او د افغانستان لپاره د ناروې کميټې لخوا د اووه  (۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د البيروني پوهنتون دننه پینځه (٥) جریبه ځمکه کې پلي کېږي، نن یکشنبې ورځ یې پرانیسته وشوه، چې په موخه يې په البيروني پوهنتون کې غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د کاپیسا مرستیال والي، د البيروني پوهنتون رهبري، د کاپیسا کرنې رییس، د کاپیسا لمړۍ حصې ولسوال، د پوهنتون استادانو، د نوموړې پروژې مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

د کاپیسا مرستیال والي ښاغلي شیخ اسدالله سنان،  د البيروني پوهنتون عمومي رئیس ښاغلی مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کاپیسا کرنې رئیس، د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې مسؤل، د کاپیسا لمړۍ حصې ولسوال او د البيروني پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستیال،  د نومړې غونډې ویناوال وو، چې د نوموړې پروژې په پلي کېدو يې خوښي وښوده او په ارزښت او ګټو يې خبرې وکړې او هم يې کارکوونکو ته د پوره اخلاص او ايمانداري سره د کار کولو سپارښتنې وکړې.

د یادولو وړ ده، چې یاده پروژه کې د نوموړي فارم د احاطې دیوال، د ٥٠٠ متره مکعبه اوبو ذخیره کولو حوض او د ساتونکو لپاره د اوسېدلو ځای هم شامل دي، چې چارې به يې د (٢٦٠) کارکوونکو لخوا پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS