د استراتیژیک پلان لارښود عملي تشریح په موخه ورکشاپ وړاندې شو

islam_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۳:۳۵
دانشگاه البیرونی

د البیروني پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوی عبدالاحد حقاني په مشري د البیروني پوهنتون مسلکي پراختیا مرکز ورکشاپونو په تالار کې د استراتیژیک پلان لارښود عملي تشریح یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

نوموړی ورکشاپ د دې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د کیفیت لوړونې آمر ښاغلي محمد نعیم محمدي په هڅو د اقتصاد پوهنځي استاد، ښاغلي پوهنیار آرش همیار، لخوا وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار مشتاق حقیار، مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري محمدالدین انس، د پوهنځیو رییسانو او د دیپارتمنتونو آمرینو ګډون کړی وو.

په پای کې ګډونو الو ته تصديق پاڼې او مننلیکونه ووېشل شول او ورکشاپ په دعایې سره پای ته ورسېد.

نېټه: دوشنبه؛ 2/۸/۱۴۴۵ ل.س

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په البیروني پوهنتون کې دیجیتلی کتابتون پرانيستل شو.

نن دوشنبې ورځ، د چنګاښ ٣٠مه د البیروني پوهنتون په علمي فضا کې یو مهم پرمختګ ترسره شو، چې له مخې یې نوی، عصري او مجهز دیجیتلی کتابتون په رسمي ډول پرانیستل شو.

یاد کتابتون د البيروني. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۸:۳۲
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو د فراغت غونډه ترسره شوه

د البيروني پوهنتون شرعياتو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو څخه (١٧١) تنه محصلان فارغ شول.

د البيروني پوهنتون په جمنازيوم کې د شرعياتو او حقوقو پوهنځيو ١٤٠٤ ل، کال فارغانو فراغت غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د کانکور خبرتیا ۱۴۰۴

د کاپیسا ولایت ټول هغه ګډونوال، چې د ١٤٠٤ ل.ل کال کانکور ازموینې لپاره يې نوملیکنه کړې ده؛ خبر ورکول کېږي، چې د بایومټریک او ازموینې لپاره دې په لاندې نیټو البيروني پوهنتون ته مراجعه. . .

BACK TO NEWS