د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

islam_admin
پوهنتون البیرونی

ِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

لمړۍ برخه

د ﷲ تعالی دین چي خاتم النبیین حضرت محمد صلی ﷲ علیه وسلم انسانانو ته رسولی او بیان کړی دی، د دنیا او آخرت هر ډول نېکمرغي، ښېرازي او خوښي پکي نغښتې ده، چي عملي کولو سره یې یقیناً د انسانانو  ټولې ستونزې حل او د ژوند په هره مرحله کي یې له بې سارې اسانتياوو څخه برخمن وي، ﷲ تعالی ته خپل دين خوښ دی او خپلو بندګانو ته يې د مهربانۍ له مخې د فکر، تدبر او عملي کولو بلنه ورکړې ده او د ژوند په ټولو ساحو کي د دین عملي کولو لپاره یې حضرت محمد صلی ﷲ علیه وسلم نمونه ګرځولی دی او د هر هغه څه چي نبي صلی ﷲ علیه وسلم امت ته وړاندي کړي دي د عملي کولو او له هر هغه څه څخه چي منع کړي یې دي د ځان ساتلو حکم یې کړی دی. لکه څنګه چي ﷲ جل جلاله په لاندي آیتونو کي فرمايلي دي: ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ في رَسُول ﷲ ‌أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ...﴾(الأحزاب: 21)

 ژباړه: خامخا په تحقیق سره دی تاسو لره په (کار د) رسول ﷲ کي اقتداء غوره نیکه (کابلی تفسیر)

همداراز ﷲ جل جلاله فرمایلي دي: ﴿وَما آتاكُمُ الرَّسُولُ ‌فَخُذُوهُ وَما نَهاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا﴾(الحشر، آیت: ۷).

 ژباړه: او هغه څه چي درکړي تاسي ته رسول (د ﷲ)، نو واخلئ هغه؛ او هغه څه چي منع کوي (رسول ﷲ) تاسي له هغه څخه، نو بېرته شئ (مه يې غواړئ) (کابلی تفسیر)

بله دا؛ هر هغه څه چي په دین کي نه‌وي، رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم هغه مردود او باطل ګرځولي. لکه څنګه چي له حضرت عائشې رضي ﷲ تعالی عنها څخه روایت دی چي رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم فرمایلي دي: مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا ‌فَهُوَ ‌رَدٌّ.( )

ژباړه: چا چي داسي يو عمل وکړ چي زموږ په دين کي نه‌وي، هغه مردود او باطل دی.

له حضرت شعبي رحمه ﷲ تعالی څخه روایت دی چي حضرت عمر بن الخطاب رضي ﷲ تعالی عنه وفرمایل: یآأیهاالناس رُدُّوا الجهالاتِ إلى السنةِ( ).

 ژباړه: ای خلکو! جاهلانه (د سنتو خلاف) طریقې سنتو ته واړوئ (د سمون کوشش يې وکړئ).

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۳:۱۹
Background image

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

ِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د . . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۲۶
Background image

د مقالو غوښتنه!

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د البیروني علمي ـ څېړنیزې مجلې د رسمي (2-21 00- RCTD - GNJR) جواز له مخې راجستر شوې او د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له خوا د . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د البيروني پوهنتون شپې پوهنځیو لپاره د نوم ليكني خبرتيا!

د دولسمو ټولګيو او ديني مدارسو هغه فارغان چې غواړي د البيروني پوهنتون شپې پوهنځیو ته نوم ليکنه وكړي، كولاى شي د نوم ليكني فورم له لاندې لينك څخه ترلاسه کړي او له بشپړولو وروسته يې د ( ۱ . . .

Back to announcements