د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي محصلانو له کابل پوهنتون او کابل پولی‌تخنیک پوهنتون څخه علمي لیدنه ترسره کړه

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۰
سیر علمی دانشجویان پوهنتون البیرونی

د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي د سیول څانګې د درېیم ټولګي محصلانو، د خپل استاد پوهنیار نوید احمد رباني او د دې پوهنتون د ارشاد او دعوت آمر مولوي عبدالکریم محمدي په ملتیا، د کابل پوهنتون او د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون څخه علمي لیدنه وکړه.

دا علمي لیدنه د دې لپاره تنظیم شوې وه چې د محصلانو عملي مهارتونه پیاوړي شي، له یادو پوهنتونونو سره له نږدې بلدیت ترلاسه کړي او د درسي مضامینو عملي اړخونه تطبیق کړي.

محصلانو د دې علمي سفر په ترڅ کې د کابل پوهنتون او کابل پولی‌تخنیک پوهنتون له لابراتوارونو، درسي ټولګیو، عملي پروژو او نورو علمي او تخنیکي برخو څخه لیدنه وکړه او له نږدې یې د عملي تدریس له طریقو، تخنیکي اسانتیاوو او علمي فعالیتونو سره بلدتیا ترلاسه کړه. د یادو پوهنتونونو مسؤلینو هم د خپلو علمي فعالیتونو، تعلیمي سیستم، لابراتوارونو، انجینري پروژو او عملي پروګرامونو په اړه اړین معلومات له محصلانو سره شریک کړل.

د البیروني پوهنتون رهبري تل هڅه کوي چې د دې ډول علمي او تعلیمي پروګرامونو په برابرولو سره د محصلانو علمي وده یقیني کړي، د هغوی مسلکي وړتیاوې لوړې کړي او عملي مهارتونه یې پیاوړي کړي، څو له هېواد دننه د معتبرو تحصیلي بنسټونو له علمي او عملي تجربو سره بلد شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS