د "نباتي هورمونونو خپل‌سري استعمال او ناوړه اغېزو" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو

islam_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۹:۲
ورکشاپ هورمون های نباتی

د "نباتي هورمونونو خپل‌سري استعمال او ناوړه اغېزو" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له خوا، د کرنې پوهنځي استادانو او د ښوونې او روزنې پوهنځي د بیولوژي څانګې استادانو ته د کرنې پوهنځي په تالار کې وړاندې شو.

د پروګرام په پیل کې، د پوهنتون علمي مرستیال، ښاغلی شیخ‌الحدیث شاکرالله وحدت، د سیمینار له جوړوونکو څخه د مننې ترڅنګ، د دا ډول علمي او ښوونیزو پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ او د استادانو د علمي پوهاوي او مسلکي پوهې لوړول یې مهم وبلل.

ورپسې، د کرنې پوهنځي استاد، ښاغلی پوهنیار محمد ناصر طاهري، د نباتي هورمونونو د ډولونو، د نباتاتو په وده او نمو کې د هغوی د رول او کارونې، او همدارنګه پر کرنیزو محصولاتو او چاپېریال باندې د دغو موادو د خپل‌سري او غیرمعیاري استعمال د ناوړه پایلو په اړه معلومات وړاندې کړل.

دغه سیمینار د پوښتنو او ځوابونو او د وړاندې کوونکي او ګډونوالو ترمنځ د علمي نظرونو د تبادلې په ترڅ کې پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۹:۲
Background image

د "نباتي هورمونونو خپل‌سري استعمال او ناوړه اغېزو" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو

د "نباتي هورمونونو خپل‌سري استعمال او ناوړه اغېزو" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له خوا، د کرنې پوهنځي استادانو او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

د البیروني پوهنتون د داخلي سړکونو د پخولو او رغولو چارې ۵۵ سلنې ته ورسېدې.

د البیروني پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو چارې، چې ټولټال ۲.۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره کېږي، د تخنیکي پلان له مخې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دې پروژه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته "رواني اختلالات او د درملنې لارې چارې" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو

د رواني روغتیا په برخه کې د محصلانو د پوهاوي لوړولو، د رواني اختلالاتو پېژندنې او د هغو د مخنیوي او درملنې لارو چارو په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو معاونیت د رواني مشورې مرکز له. . .

BACK TO NEWS