د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي د اتو کادري بستونو اړوند د انګلیسي ژبې ازموینه په شفاف ډول واخیستل شوه

islam_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۲:۱۰
امتحان زبان انگلیسی مربوط به هشت بست کادری پوهنځی طب پوهنتون البیرونی به‌گونه شفاف اخذ شد

د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي د داخله څانګې د اتو کادري بستونو اړوند د انګلیسي ژبې ازموینه، چې مخکې اعلان ته سپارل شوې وه، نن د البیروني پوهنتون د محترمې رهبرۍ پلاوي او اړوندو مسؤولینو تر څارنې لاندې، د دې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په تالار کې په شفاف ډول واخیستل شوه.

د ازموینې په پیل کې، د البیروني پوهنتون علمي مرستیال محترم شیخ‌الحدیث شاکرالله وحدت ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ازموینې بهیر به په شفاف او عادلانه ډول ترسره کېږي او کادري بستونه به د وړتیا او ازموینې د پایلو پر بنسټ وړ کسانو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې ازموینه کې د طب پوهنځي د داخله څانګې د اتو کادري بستونو د ترلاسه کولو لپاره ۱۹ تنو ګډون کړی و.

.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د «د حکمیت له لارې د سوداګریزې شخړې د حل او د تاوان غوښتنې» تر سرلیک لاندې ښوونیز پروګرام جوړ شو

د محصلینو د عملي مهارتونو د لوړولو او د حکمیت له لارې د سوداګریزو شخړو د حل‌وفصل له لارو چارو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقو څانګې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۲:۲۶
Background image

د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي محصلینو د کاپیسا ولایت د ګلبهار نساجۍ فابریکې علمي لیدنه وکړه

د محصلینو د تخنیکي پوهې د لوړولو او له صنعتي فعالیتونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي د سیول څانګې د څلورم ټولګي محصلینو د خپل استاد په ملتیا د کاپیسا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۲:۲۰
Background image

د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو ته د «ژورنالېزم اخلاقي او مسلکي معیارونو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د محصلینو د مسلکي پوهاوي لوړولو او د ژورنالېزم له اخلاقي اصولو او معیارونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو معاونیت اړوند د رسنیو عمومي مدیریت له لوري د. . .

BACK TO NEWS