د تعزيت پیغام!

islam_admin
Wed, Apr 24 2024 3:26 PM
دانشگاه البیرونی

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې د البيروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاذ پوهنيار عبدالعليم خوشحال د اجل داعي ته لبیک ووایه او له دې فاني نړۍ یې سترګې پټې کړې!
انالله وانا اليه راجعون!
محترم استاذ د خپل عمر ډېره برخه په علم، تدريس او دعوت تېره کړه او يو نېک او حليم شخصيت وو.
د البيروني پوهنتون مشرتابه او ټول منسوبين د محترم استاذ مړينه د البيروني پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ټولې کورنۍ ته لويه ضايعه بولي، کورنۍ، ملګرو او دوستانو سره یې ځان په دې درانه غم کې شريک ګڼي؛ د الله تعالی له درباره محترم استاذ ته د فردوس جنت او د کورنۍ غړو او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.
الحکم لله
مفتي وقايت الله وقار حنفي 
د البيروني پوهنتون عمومي رئيس