په البیروني پوهنتون کې د کاپیسا علماوو کرامو کلنۍ ازموینه په رسمي ډول پيل شوه

islam_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۳:۲۴
امتحان دور عالمیه

د کاپیسا ولایت د دیني او جهادي مدارسو د علماوو کرامو د عالمیه او عالیه دورو کلنۍ ازموینه نن د شنبې په ورځ د البیروني پوهنتون په جامع مسجد کې په رسمي ډول پيل شوه.

دغه ازموینه په داسې فضا کې پرانیستل شوه چې د کاپیسا ولایت والي ښاغلي الحاج قاري احسان‌الله بریال، د البیروني پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي، د پوهنتون درنو مرستیالانو، د ازموینې د مدیره هیئت غړو، نګرانانو او د لوړو زده‌کړو د قدرمن وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست استازي پکې ګډون کړی و.

د پروګرام په پيل کې، د البیروني پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي د ازموینې د ښه تنظیم، شفاف ترسراوي او عادلانه ارزونې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د نظم، امانتدارۍ او مسؤلیت‌پالنې پر ارزښت ټینګار وکړ.

ورپسې، د کاپیسا ولایت والي ښاغلي الحاج قاري احسان‌الله بریال ګډونوالو ته وینا وکړه او دغه ازموینه یې د علماوو د علمي ظرفیت د ارزونې او د دیني زده‌کړو د معیار د لوړولو لپاره مهمه وبلله. نوموړي زیاته کړه چې هغه علم او پوهه، چې فاضلانو ترلاسه کړې ده، باید په پوره اخلاص، صداقت او امانتدارۍ سره نورو ته هم ورسېږي، څو ټولنه ترې ګټه واخلي. د خپلو خبرو په پای کې، والي صاحب د ازموینو ټولو ګډونوالو ته د بریا او کاميابۍ دعا وکړه.

همدارنګه، د لوړو زده‌کړو د قدرمن وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست استازي د ازموینې په تخنیکي اړخ خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د ازموینې د میکانېزم، اصولو، د پوښتنو د ترتیب، د ارزونې د بهیر او د شفافیت د تأمین په اړه لازم وضاحت وړاندې کړ.

له ویناوو وروسته، د ازموینې د پوښتنو او ځواب پاڼو پاکټونه د ټولو ګډونوالو په مخ کې پرانیستل شول او ورسره ازموینه په رسمي ډول پيل شوه.

د یادونې وړ ده چې په دې کلنۍ ازموینه کې د کاپیسا ولایت له بېلابېلو دیني او جهادي مدارسو څخه ۲۰۸ تنه علماوو کرام ګډون لري، چې دغه بهیر به د شپږو ورځو په ترڅ کې په منظم، شفاف او د ټاکل شويو اصولو سره سم دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۲۴
Background image

د البیروني پوهنتون استادانو ته (د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو د کریډیټ سیستم د ښوونیز نظام پېژندنې) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو

د استادانو د لا زیاتې بلدتیا په موخه له کریډیټ سیستم سره، د (د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو د کریډیټ سیستم د ښوونیز نظام پېژندنې) تر سرلیک لاندې یو علمي سمینار د البیروني پوهنتون استادانو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د جدیدالشمولو محصلانو د نوم‌‌لیکنې بهیر پیل شو.

د هغو محصلینو د رسمي نوم‌لیکنې بهیر، چې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د کانکور عمومي ازموینې له لارې د البیروني پوهنتون نهو پوهنځیو ته د بریالي کېدو ویاړ ترلاسه کړی، نن پنج‌شنبه، د ۱۴۰۵ هـ.ش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۲۱
Background image

د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د البیروني پوهنتون پرسونل ته اصلاحي وینا وړاندې شوه

د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسؤلینو د البیروني پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره اصلاحي وینا وړاندې کړه.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS