څلورمه برخه: د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لورې د ناسمو رواجونو د مخنیوي عالي فرمان

islam_admin

واده په اړوندو امورو کي د رعایت وړ ټکي

لومړۍ ماده:

(1) د بالغې نجلۍ ولي چي اکثره اوقاتو کي د هغې پلار يا ورور وي شرعاً مکلف دی، د هغې د شرعي حقوقو رعایت وکړي.

(۲) د بالغې نجلۍ ولي شرعاً مسئولیت لري، د هغې په کوزده کولو کي له هغې سره مشوره او د هغې مثبت نظر واخلي.

(۳) د بالغې نجلۍ ولي، شرعاً نه‌شي کولای د هغې له خوښې پرته په اجبار سره یې چاته په نکاح ورکړي.

(۴) که د بالغې نجلۍ ولي، یاده نجلۍ د هغې له خوښې پرته په اجبار سره چاته په نکاح ورکړه، هغه کولای شي محاکمو او اړوندو ادارو ته شکایت او عریضه وکړي، په دې صورت کي د عالیقدر امير المؤمنين حفظه ﷲ تعالی د (۲۷/۴/۱۴۴۳هـ ق) نېټې د (۸۳ج۱) ګڼه د ښځو د حقونو فرمان رعايت ضروري دی.

(۵) ښځه، د اسلام له نظره د نکاح کولو په موضوع کي د نارينه په څېر خپلواکه ده، په هېڅ صورت د چا مال نه‌ګرځي او د خپل خاوند له مړينې او يا طلاق وروسته د دې له خوښې او مشورې پرته یې خسرګنۍ او يا هم پلارګنۍ په زوره بل چاته په نکاح نه‌شي ورکولای، په‌خپله خوښه چيرته او چا سره چي وغواړي، له شرعي اصولو سره سم نکاح کولای شي.

(۶) کوم مهر چي په نکاح کي ښځې ته ورکول کيږي، هغه د ښځې حق دی او څوک يې نه‌شي ترې اخيستلی، په دې هکله د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ﷲ تعالی د (۲۷/۴/۱۴۴۳هـ ق) نېټې د (۸۳ج۱) ګڼه د ښځو د حقونو فرمان رعايت ضروري دی..

 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۰:۳
Background image

څلورمه برخه: د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لورې د ناسمو رواجونو د مخنیوي عالي فرمان

واده په اړوندو امورو کي د رعایت وړ ټکي

لومړۍ ماده:

(1) د بالغې نجلۍ ولي چي اکثره اوقاتو کي د هغې پلار يا ورور وي شرعاً مکلف دی، د هغې د شرعي حقوقو رعایت وکړي.

(۲) د بالغې نجلۍ ولي . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۳:۱۹
Background image

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

ِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د . . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۲۶
Background image

د مقالو غوښتنه!

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د البیروني علمي ـ څېړنیزې مجلې د رسمي (2-21 00- RCTD - GNJR) جواز له مخې راجستر شوې او د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له خوا د . . .

Back to announcements