د ٦٤میلیونه افغانیو په ارزښت د البیروني پوهنتون د داخلي ۲.۸ کیلومتره سړکونو د رغونې چارې رسمآ پیل شوې

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۵۸
آغاز کار پروژه سرک های داخل پوهنتون البیرونی

له لوړو زده‌کړو وزارت سره په همغږۍ  د البیروني پوهنتون درنې رهبرۍ په هڅو  د ٦٤میلیونه افغانیو په ارزښت د دې پوهنتون داخلي ٨.٢ کیلو متره سړکونو  د رغونې پروژه نن د یوې رسمي او پراخې غونډې په ترڅ کې افتتاح او عملي چارې یې پیل شوې، چې په پار یې پرانیست‌غونډه ترسره شوه.

ياده غونډه د پوهنتون د لوبو په لوبغالي کې د پوهنتون د درنې رهبرۍ، د پوهنځیو د رئیسانو، د تدریسي روغتون د مسؤلینو، آمرینو او د بېلابېلو برخو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د البیروني پوهنتون د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا هاشمي، په وینا پیل شوه. نوموړي د پروژې د پیلېدو له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دغه رغنیز ګام د پوهنتون د فزیکي پرمختګ، د محصلانو د اسانتیاوو او د معیاري خدماتو د برابرولو په برخه کې یو بنسټیز او اوږدمهاله اهمیت لري.

ښاغلي شیخ صاحب د هېواد رغونه، چاپېریالي سمون او اسلامي ارزښتونه د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه وبلل او د لوړو زده‌کړو وزارت د ملاتړ او همکارۍ مننه یې وکړه او همدا رنګه د يادې پروژې شرکت مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د دغې پروژې په پلي کېدو کې دې د قرارداد او شرط نامې سره سم په لوړ کیفیت سره کار وکړي.

وروسته، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري برکت‌الله حنفي، د پروژې د پلی کېدو د مبارکۍ ترڅنګ د ټولو همکارو ادارو له هڅو قدرداني وکړه او د پروژې د تطبیق پر بهیر کې یې د شفافیت او روڼتیا ټینګار وکړ.

یاده پروژه به د لوړو زده‌کړو وزارت په مستقیم مالي تمویل او د کاپیسا د «کهنه ده» ساختماني شرکت له لوري پلي کېږي، چې د بشپړېدو په صورت کې به د پوهنتون چاپېریال، سړکونو، پلي لارو جوړښت او د محصلانو او استادانو د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۲۵
Background image

د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو ته د (اګزېټ ازموینې لارښود) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو

د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو ته د یاد پوهنځي په تالار کې د (اګزېټ ازموینې لارښود) تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار وړاندې شو.

په دې سمینار کې محصلان د اګزېټ ازموینې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د البیروني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د «ترسره شویو فعالیتونو د اجراآتو ارزونې» تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو

د البیروني پوهنتون د اداري کارکوونکو په ګډون، د «ترسره شویو فعالیتونو د اجراآتو ارزونې» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو.

په دغه روزنیز پروګرام کې د البیروني پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۲:۳۶
Background image

د البیروني پوهنتون استادانو ته د «مونوګراف لیکنې لارښود» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

د «مونوګراف لیکنې لارښود» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د البیروني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت اړوند د علمي څېړنو آمریت له لوري، د دغه پوهنتون استادانو ته د استادانو د. . .

BACK TO NEWS