د البیروني پوهنتون محصلانو ته د (مخدره موادو او د هغو زیانونه) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو

islam_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۴۴
پوهنتون البیرونی

د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو محصلانو ته د دې پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په تالار کې د (مخدره موادو او د هغو زیانونه) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو.

په دغه سمینار کې محصلان د مخدره موادو له ډولونو، د اعتیاد لاملونو، د هغو له روغتیايي، ټولنیزو، اقتصادي او اخلاقي ناوړه اغېزو سره آشنا شول او همدارنګه د اعتیاد د مخنیوي لارو چارو، له مخدره موادو سره د مبارزې میتودونو او د دې ناوړې پدیدې په مخنیوي کې د ځوانانو د رول په اړه اړین معلومات ترلاسه کړل.

یاد سمینار د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د البیروني پوهنتون د محصلانو د خدماتو د انسجام آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د دې پوهنتون د حقوقي کلینیک عمومي مدیر، محترم خواجه کرامت‌الله صدیق، له خوا وړاندې شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۵
Background image

د البیروني پوهنتون علمي-څېړنیزې مجلې د چاپي خپرونو د پېژندنې شمېره (ISSN) ترلاسه کړه

د البیروني پوهنتون داخلي علمي-څېړنیزې مجلې د چاپي خپرونو د پېژندنې شمېره (p-ISSN: 3136-9928) ترلاسه کړه.

دغه مجله په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې تأسیس شوې او د البیروني پوهنتون د علمي څېړنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵
Background image

په البیروني پوهنتون کې د خزاني والیبال ټورنمنټ پیل شو

د "۱۴۰۵ کال خزاني ټورنمنټ" تر عنوان لاندې د والیبال سیالۍ نن (شنبه) د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو ترمنځ د دغه پوهنتون په ورزشي میدان کې پیل شوې.

دغه سیالۍ د محصلانو معاونیت اړوند د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۵
Background image

د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو د پېژندنې" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو او له معتبرو نړیوالو علمي سرچینو او ډیټابیسونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د "د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو. . .

BACK TO NEWS