پوهنتون البیرونی

إنَّ الْحَمْدَ لِلهِ نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ، وَنَعُوذُ بِاللهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا وَمِنْ سَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا، مَنْ يَهْدِهِ اللهُ فَلاَ مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلاَ هَادِىَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ

د البيروني پوهنتون د رئيس پيغام!

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د البیروني پوهنتون د رئیس پیغام

السلام علیکم ورحمة‌الله وبرکاته

تر هر څه د مخه د دواړو جهانونو له رب څخه شکر ادا کوم چې ماته یې توان او توفیق راکړ او د  امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د نېکو پېرزوینو او مهربانۍ څخه د زړه له کومې مننه او شکران ادا کوم چې پر ما یې اعتماد وکړ او د دې علمي بنسټ د نوي خدمت‌ګزار په توګه یې د البیروني پوهنتون د ریاست دروند مسؤلیت را وسپاره. دا اعتماد زما لپاره لوی ویاړ او په عین حال کې درنه دنده او  مسؤلیت دی.

البیروني پوهنتون، چې نوم یې د اسلامي تمدن له سترو عالمانو څخه اخېستل شوی او د روښانتیا او حقیقت‌پالنې نښه ده، تل د فکر، د علم د تولید او د ځلاندو استعدادونو د روزنې پناه‌ځای پاتې شوی دی. پوره باور لرم چې د پوهنتون د پرمختګ او انکشاف ترڅنګ، د دې مقام ساتنه او په ټولو برخو کې یې لا لوړول، یوازې د پوهنتون د علمي او اداري ټولنې د ټولو غړو د یووالي، همکارۍ او ګډو، جدي هڅو په مټ شوني دي.

زما او زما د همکارانو رسالت او ژمنتیا دا ده چې د علمي او اخلاقي ارزښتونو په ساتنه، د اداري شفافیت او عدالت په ټینګښت د ښوونیز کیفیت په لوړولو د بنسټیزو او تطبیقي څېړنو په پیاوړتیا د اکادمیکو بنسټونو په بیا رغونه او په ملي او نړۍواله کچه د علمي همکاریو په پراختیا سره، د پوهنتون د بدلون او پرمختګ لاره په ټینګو ګامونو، جديت او منظمې برنامې تعقیب کړو.

په درناوي او د ټولو لپاره د بریا په هیله

 

په درناوي

 شیخ القرآن و الحدیث سید بشیر آغا " هاشمي "

د البیرونی پوهنتون عمومی رئیس

Alberoni University

تازه خبرونهنور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۵۱
Background image

د البیروني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د «دولتي محصلانو د مدیریت سیستم یا HEMIS » په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د دولتي محصلانو د مدیریت سیستم (HEMIS) څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې له طریقې سره د بلدتیا او د محصلانو د معلوماتو د منظم ثبت په موخه، د «دولتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د البیروني پوهنتون استادانو ته د آنلاین سرچینو د حواله ورکولو او د Mendeley، EndNote او Zotero د حواله ورکولو له سافټویرونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د البیروني پوهنتون د څېړنو معاونیت له لوري د دغه پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته "د آنلاین سرچینو منبع‌نویسي او د Mendeley، EndNote او Zotero منبع‌نویسۍ سافټویرونو کارونه" تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

د البیروني پوهنتون لخوا د پروان ولایتي روغتون متخصصینو او ډاکټرانو ته د "د ملا د شوکي کانال د تنګوالي پتالوژي او میکانیزم" تر سرلیک لاندې علمي-څېړنیز کنفرانس وړاندې شو

د ملا د ستون د ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې د علمي تجربو د تبادلې او د متخصصینو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه،  د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري،. . .

داوطلبینور دلته

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۸ حصه اول کوهستان- ولایت کاپیسا- افغانستان
Background image

د قرطاسيې د تدارکاتو د داوطلبۍ اعلان

د البیروني پوهنتون اداره ټولو واجدو شرایطو لرونکو شرکتونو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اړتیا وړ قرطاسیې او دفتري تجهیزاتو د تدارک او قرارداد هوډ لري.

له همدې امله هغو ټولو . . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

معرفی پوهنتون البیرونی

Latest announcementsAll announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۴۴
Background image

د ۱۴۰۵ کال لپاره د ځانګړي کانکور ازموینې (۱۴ پاسانو) د نوم لیکنې اعلان

ټولو د انستیتوتونو فارغانو ته چې غواړي د ۱۴ پاسانو د اختصاصي کانکور په ازموینه کې د ۱۴۰۵ کال لپاره ګډون وکړي، خبر ورکول کېږي، چې د ګډون لپاره دې د نوم‌لیکنې فورم، لارښود او د څانګې کوډ . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۵۰
Background image

د البيروني پوهنتون د ۱۴۰۴ کال د جدیدالشمولو محصلانو د نوم‌لیکنې خبرتیا!

البیروني پوهنتون ته د سږ ١٤٠٤ ل. کال کانکور ازموینې له لارې بریالي شویو جديد الشمولو محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې نوم‌لیکنه یې د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه  د غرمې تر ۱۲:۰۰ بجو او د ماسپښین . . .